موږ څه کوو

موږ په افغانستان کې کار کوو ترڅو د خلکو ژوند کې بدلون او د سترګو څخه د ساتنې، پراختیا، زدکړو او روغتیایی سکټورنو کې ظرفیتونو رامنځته کړو.


د سترګو څخه ساتنه

د سترګو څخه د ساتنې پروژه د IAM موسسې لومرنۍ پروژه په افغانستان کې ده. موږ دغه پروژه په 1966 کال کې پیل کړه، او د دغې مودې څخه راپدیخوا موږ کوښښ کړی ترڅو د سترګو څخه د ساتنې کیفیت لرونکي خدمات د افغانستان ټولو وګړو ته برابر او دغه خدمتونو هغوی ته ارزانه کړو. موږ په ځانګړي ډول کوښښ کوو ترڅو د سترګو څخه د ساتنې په برخه کې د منخنې کچې د متخصیصنو د روزولو ترڅنګ، د سترګو داکتران هم ورزو، ترڅو د دغې لارې د افغانستان د خلکو د خدمت لپاره د لور مهارت متخصیصین چمتو کړو – هغه هیواد چې د نړیوال روغتیایی سازمان د اټکلونو پر بنسټ 1.5 میلیونه وګړي یی خراب لید او 400000 وګړي یی هم ړانده دي.

په 2020 کال کې موږ 144976 ناروغان معاینه او 10153 عملیاتونو مو ترسره کړي – چې ګڼ شمیریی د سترګو د لید ژغورلو عملیاتونه ول. زموږ د سترګو څخه د ساتنې د کارنو په اړه چې د خلکو په ژوندانه کې بدلون راولي لا ډیر معلومات ترلاسه کړئ.


پرمختګ

د IAM موسسه هڅه کوي ترڅو په افغانستان کې د بی عدالتئ او غربت مخه ونیسي، او ځینو نادارو او غریبو ټولنو ته د وده کولو زمینه برابره کړي.

موږ هڅه کوو ترڅو غذایي امنیت رامنځته، د ماشومانو او میندو میړنې سره مبارزه، او پاکو اوبو او ښه روغتیا ته د لاسرسي زمینې برابره کړو. موږ د سواد د زدکړو، د سولې رامنځته کولو او د ټولنې د رهبری کورسونه په لاره اچوو. او موږ د کورنیو سره مرسته کوو ترڅو خبل اقتصادی وضعیت ته وده ورکړي او ټولنې پیاوړی کوو ترڅو خپل وضعیت ته وده ورکړي.

زموږ د پرختیایی پروژه څخه دلته لیدنه وکړئ.


زده کړه

موږ هڅه کوو ترڅو د خپلو ښځینه استاذانو د روزنیزې پروژې، د سلک روډ د انګلیسي ژبې زده کړه ییز مرکز، او د سولې رامنځته کولو د پروژې له لارې افغانان خپل بشپړ کارې ظرفیت ته ورسو.

که غواړئ نور معلومات ترلاسه کړئ. دلته کلیک وکړئ.


روغتیا

موږ غواړو په افغانستان کې د رواني روغتیا په برخه کې بد او ناروا دودونو لمنځه یوسو، او دا ډاډ ترلاسه کړو هغه کسان چې د رواني روغتیا ستونزو سره مبارزه کوي لازمو مرستو ته لاسرسئ پیدا کړي. د IAM رواني روغتیا پروګرام د افغانستان په لویدیځه څانګه کې دی چې په 1966 میلادي کال کې د ښځو ترمنځ د ځان وژنې د لوړې کڅې پر وړاندې پیل شو. موږ د رسانیزو او وکالت په برخه کې کار کوو، روغتیایي متخصیصینو او ټولنې ته د زدکړو ورکولو په برخه کې مرسته کوو، او د خلکو او خدماتو ترمنځ اړیکې رامنځته کوو.

د دغه لینک د کیکاګلو له لارې زموږ د روغتیایي پروژه په هکله لا ډیر معلومات ترلاسه کړئ.


غواړې زموږ کارنو څخه ملاتړ وکړئ؟ زموږ څخه د ملاتړ لپاره همدا اوس مرسته وکړئ.