د خپلې کورنۍ لپاره په یوه وخت کې یو جوړه کالي جوړوي

د ډیرې ناچارې او تګ لپاره د هیچ ځاې نشتون سره سره، راضې* خپل ولایت د جګړې او نا امنې له کبله پریښود او د ګڼ شمیر نورو په کور دننه بی ځایه شویو سره په مزار ښار کې یوځاې شوه.

“د وړي په ګرمو میاشتو کې او د ژمي په سړه هوا کې د بخارۍ پرته به مې تر خیمې لاندې ژوند کاوه،”. راضیه وایي.

سربیره په دې چې ځینو موسساتو راضې  ته خواړه او سرپناه چمتو کړل، خو دغو مرستو د هغې اقتصاد کې بدلون رامنځته نکو. “زموږ خلک، او په خاصه توګه ښځې وزګاره ول، او د داسې یو وضعیت سره د مقابلې لپاره موږ هیچ ډول مهارت نه درلود. کله چې د MLDP پروژه زموږ کلي ته راغله موږ د خپل ژوند د کیفیت لوړولو لپاره ګڼ شمیر مهارتونو زده کړ،” راضیه وایي. ځینو ښځو د MLDP د وړیو سپینولو په برنامې کې ګډون وکړ – ښځو ته به یو څه وړې ورویشول کیدلې، چې هغوي به بیا وروسته نخ ته بدلول او د ګټې لپاره به یې خرڅول. نورو ښځو د پلاستیکي ټونل لاندې د سبزیجاتو کښت زده کړ، چې ورسره يې خپلو کورنیو ته د خوړو په برابرلو کې او د راتلونکي کال لپاره د تخم په ساتلو کې مرسته وکړه.

ښځې پر ځان بسیا ډلو کې راټولې شوي دي. په هغه ځاې کې چې هغوي پکې د ځان لپاره پیسې سپموي، د کار او بار په طریقو باندې ځانونه پوهوي. او ټولنیزو ستونزو په اړه د یوې او بلې سره خبرې کوي.

ما د خیاطۍ په شپږ میاشتني کورس کې ګډون وکړ،” راضیه وایی، “او اوس کولای شم د ښادیو لپاره د کالیو د ګنډلو کوچني فرمایشونه واخلم.” راضې په ځان بسیا ډلې کې چې د IAM له خوا رامنځټه شوې وه هم ونډه واخیسته. “د ډلې په مرستې سره موږ د خپل راتلونکي لپاره پیسې سپموو. دغه ډله نه یوازې زما لپاره ګټه وره ده بلکه هرهغه ګډونوال ته ګټه رسوي چې د دغه ډلې څخه د پور په اخیستلو سره وکړای شي خپل ژوند کې بدلون رامنځته کړي.”

راضیه هغو ډیر شمیر ښخو څخه یوه ده چې د MLDP په پروژې کې ونډه اخیستې وه، او د یو ننګوني حالت څخه د راتګ سربیره، اوس کولای شي خپل مالي مصارف چمتو کړي.

 

زموږ د پراختیا پروژو په اړه د لاډیرو معلوماتو لپاره دغه لینک باندې کلیک وکړئ!

زموږ د فیسبوک پاڼې څخه د لیدنې لپاره دغه لینک کلیک کړئ!

 

*د خلکو نومونو ته بدلون ورکړل شوې


Categories: پراختیا