زده کړه

موږ د لوړ کیفیت زده کړو چمتو کولو او د خلکو د تجهز کولو ته لیواله یو، ترڅو چی افغانستان پخپله بشپړ ظرفیت ته ورسیږي.

د IAM زده کړې پروژې دا مهال په کلیو کې د زده کړې لاسرسي او د هغه د کیفیت ښه کولو باندې پام کوي ، راتلونکي مشران د انګلیسي ژبې باندې سمبالوه، او په افغانستان کې خلکو ته د سولې د رامنځته کولو په برخه کې هم زده کړې برابره وو.


د ښځینه ښوونکو روزنیزه پروژه

موږ د لیرې پرتو کلیو ځوانې میرمنې ته د ښوونکو د روزلو لپاره روزنه ورکوو. زموږ د ښځینه ښوونکو روزنیزه پروژه (FTEP)  د ښځینه ښوونکو ځواکمنتیا او تجهیز کول دي، ترڅو دوی بیرته خپلو کورونو ته لاړې شي او د زده کړې معیار ته وده ورکړي – په ځانګړي توګه د هغوه انجونو لپاره زدکړې برابرې کړي چې ښوونځي ته نشي تللی. د FTEP په اړه نور معلومات دلته ترلاسه کړئ.

انګلیسي د بهرنۍ ژبې په توګه

د IAM د ورېښمو لارې د انګلیسي ژبې مرکز (SREC) موخه دا ده چې په افغانستان کې د راتلونکي نسل د انګلیسي سره سمبال کړي چې په نړیواله کچه د خبرو اترو لپاره اړینه ده. په انګلیسي ژبه باندې ښه بلدتیا به د افغانستان خلکو ته لاره پرانیزي – هغوی ته فرصت ورکوي چې لوړو زده کړو ته لاسرسی ومومي او د هغوی د کارموندنې وړتیا زیاته کړي. دلته لا ډیر معلومات ترلاسه کړئ!

د سولې رامنځته کولو پروژه

موږ کوښښ کوو چې خلکو ته د سولې رامنځته کولو مهارتونو په روزلو سره په افغانستان کې تل پاتې سولې ته وده ورکړو. زموږ ټیم اوس مهال د سولې رامنځته کولو لپاره کوښښ کوي ترڅو د افغانستان د ښوونځیو او پوهنتونونو درسي نصاب کې د سولې رامنځټه کولو زده کړې شاملې کړي. دلته نږدې یی وګورئ.


زموږ د زده کړې کار څه توپیر رامنځته کړئ دی ؟

د انجونو ښوونځیو کې شاوخوا ٪ 50 سلنه زیاتوالی!

په 2017 کې ، موږ خپل لومړي 13 نوي روزل شوي ښوونکي بیرته خپلو ټولنو ته واستول ترڅو په دولتي ښوونځیو کې درس ورکړي. په کلیو کې چیرته چې د FTEP ښوونکي اوس دا مهال کار کوي، ښوونځي ته د انجونو شمیره 47٪ په 2017 کال کې وه. د دې انجونو د تعلیم لپاره د ښځینه ښوونکو شتون دیر لوی تاثیر درلود. ښوونکي د تدریس د هرډول برخه اخیستو سټایل لپاره باید وستایل شی.

د 2019 تر 2020 کاله پورې . موږ 45 نور ښځینه ښوونکي روزلي چې د دوی کلیو کې ماشومانو ته (په ځانګړي توګه انجوتو) ته فرصتونه او هیلۍ رامنځته کوي.

IAM's Female Teacher Education Project is helping to transform education in remote villages

د IAM ښځینه ښوونکي روزنیزه پروژه هڅه کوې ترڅو لیرې پرتو کلیو ته د لا ښو زده کړو په راوستلو کې مرسته وکړي.


لاندې کیسې وګورئ. او دا چې د IAM موسسې زده کړه نیزو پروژه د خلکو ژوند کې کوم توپيرونه رامنځټه کړې، لاډیر معلومات ترلاسه کړئ. او دلته زموږ د ځینې پخوانۍ پوهنې پروژې په اړه دلته معلومات ومومئ.

 

آیا غواړئ چې موږ لا ډیر کار وکړو؟همدا نن مرسته وکړئ.

Posts about زده کړه 2

“داسې روزنې ما د افغانستان روښانه راتلونکي لپاره هیله منده ساتي” افغانستان چې له څلورو لسیزو راهیسې په جګړه کې دی، د سولې راوستل ورته د نورو ټولو ستونزو څځه […]

سږ کال موږ د لیکنې یوه مسابقه په لاره واچوله چې د زده کونکو څخه مو پوښتنه وکړه، “د ژوند غوره مشوره مو کومه یوه ده او دغې مشورې ستاسو […]