څنګ تر څنګ

د نور برنامي د تخصص پروګرام، یو نوی فارغ شوی؛ موږ سره د خپلی راتلونکی او خپلو خوبونو کیسه چې د سترګو ډاکټر به شی، شریکوي.

په ژوند کې ځیني وخت داسې شیبو سره مخامخ کیږم چې زما هغه پریکړه تائیدوي چې په لومړۍ کې مې ولې وغوښتل خپل تخصص په دغې څانګۍ کې واخلم،ډاکټر عبدلنظیر رؤفي چې د IAM د نور برنامي ښوونیزه څلور کلنې برنامې څخه فارغ شوی دی، وایي. کله چې ګورم د یو ړوند ناروغ سترګې بیرته ښې شوي او کولای شي بیا وګورياو ووینی داسې احساس کوم چې زه خپلو ټولو آرمانونو ته رسیدلی یم او دغه پړاو ته د رسیدو لپاره زیاتې مطالعې چې ډیر وخت به یې نیو ارزښت درلود.”

ډاکټر رؤفي په لومړي ځل هغه وخت وغوښتل چې د سترګو په څانګه کې خپل تخصص بشپړ کړی کله چې هغه د طب پوهنځي څخه فارغ کیدو، په دغه ځای که به هغه د ډیر شمیر ناروغانو سره مخامخ کیدو چې د هغوي د سترګو  دستونزی درملنه اسانه وه – او ډیری یې د ساده عملیاتو په مرسته درمل کیدلو شو. “خو د دې پرځای،” هغه وایي، “چې دا ناروغان به د ژوند له ډیرو لومړني فعالیتونو سره مبارزه کوي او داسې احساس کوي چې دوي په ټولنې باندې یو بار دی.”

Doctor Rawoofi, one of six recent graduates from NOOR's Ophthalmology Residency Programme, at work in one of IAM's NOOR Kabul locations.

هغه څه چې ډاکټر رؤفي په طبي ښوونځي کې ولیدل د هیواد په کچه د لوې ستونزې یوه کوچنۍ بیلګه وه – دا چې په افغانستان کې ړوندتیا او لید کمزوري نه یوازې د درملنې وړ ده، بلکه اکثرا د مخنیوي وړ هم ده. دا مسله هغه ته  وروسته د هغه تایید شوه چې یوې طبي مقاله یې ولوستله چې په هغې کې په ټول افغانستان کې د سترګو پاملرنې په اړه معلوماتو ته د لاسرسي نشتوالي او همدارنګه د هیواد په ډیری برخو کې د سترګو پاملرنې لومړني خدماتو ته د لاسرسي نشتون روښانه شوې وه.

د ژورنال لوستلو زه وهڅولم چې د سترګو څانګه غوره کړم، ځکه چې پوهیدلم چې زه کولی شم یوه ورځ د دې خلکو سره، په بیا لیدلو کې، مرسته وکړم.”

ډاکټر رؤفي د IAM موسسې د وبپاڼی څخه لیدنه کوله، چې د نور برنامې د ښوونیزې برنامې په اړه یې معلومات ترلاسه کړ. کله چې نور برنامې د نوي زده کونکو لپاره خبرتیا خپره کړه، هغه په چټکې سره خپل غوښټنلیک واستاوه، ځکه چې دې څانګې سره یې ډيره لیوالتیا درلوده او نه یې غوښتل چې دغه فرصت د لاسه ورکړي. د غوښتنلیکونو د پړاو او ارزونو وروسته، هغه نور برنامې ته د اکمال تخصص ډاکټر په ټوګه ومنل شو. 

“کله مې، چې د NETC څخه لیدنه وکړه او د روغتون کارکونکو، تاسیساتو، او ښوونکو سره وپیژندل، زه پوه شوم چې سمه پریکړه مې کړی وه، دا هغه ځای دی، چیري چې خلکو سره د مرستې کولو؛ خوب په واقعیت بدلې دلې شي.” رؤفي د شپږو ډاکټرانو په دله کې وو چې سږ کال فارغ شول، او ډیر خوشحاله دی چې د IAM موسسي د نور برنامي کاري ډلې سره یوځای شوو، چیرې چې هغه د لید ستونزو لرونکو ناروغانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکولی شي. 

“د  تخصص برنامې په بشپړولو او د ناروغانو د خوښیو څخه ډک مخونو په لیدو سره چې ړانډه ول خو اوس بیا لیدلی شي، ما ته د خوښۍ او انرژۍ څخه ډک احساس را پیدا کیږي. ځکه چې پوهیږم د دې نړۍ ښکلاوو لیدلو کې د ناروغ سره په مرستې کولو کې یو څه ونډه لرم.” رؤفي پوهیږي چې د هغه مزل دلته نه ختمیږي، او تمه لري د خپل مسلک په لړ کې د IAM د زدکړو ارزښت وښایي. “زه غواړم د کار او زده کړو په برخې کې د خپل پوهاوي او مهارتونو ته د ودې ورکولو لپاره هر ډول هلې ځلې وکړم.” 

رؤفي له نورو څخه غواړي ترڅو لوړ او پراخه فکر ولري او له نورو سره د مرستې لپاره سخت کار وکړي. “په پوره هوډ او زیار سره، [ستاسو خوب] په حقیقت بدلیدلی شي،” هغه وایي. “څنګ تر څنګ موږ کولی شو له خپلو خلکو سره مرسته وکړو، او نورو د هوساینې، امید او لید وګرځو.”

 

زموږ د نور برنامې په اړه د لا ډیرو معلوماتو لپاره دغه لینک کیکاګې!

د تازه خبرونه و راپورنه ترلاسه کولو لپاره زموږ فیسبوک پاڼه لایک کړئ!


Categories: د سترګو پاملرنه