د سترګو پاملرنه

موږ هیله لرو چې د سترګو پاملرنې متخصصینو د روزنې له لارې ، موږ وکولی شو چی لوړ کیفیت او معیاري خدمات چمتو کړو چې په افغانستان کې د ړانده کیدو مخه ونیسو.

له 1966 زیږدیز کال راهیسې، IAM د سترګو د بیارغونې ملي اداره (NOOR)  هڅه کوي ترڅو په افغانستان کې د سترګو پاملرنې خدماتو ته وده ورکړي، او په دې توګه خلکو ته د سترګو پاملرنې ارزانه او لوړ کیفیت خدماتو ته د لاسرسی زمینه برابره کړي.


ولې  د سترګو پاملرنه؟

د سترګو لید د لاسه ورکول به د ستاسو ژوند په بشپړه توګه بدل کړي. د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) دا اټکل کوي چې د افغانستان 1.5 میلیونه وګړي د لیدلو په برخه کې ستونزې لري او 400000 نور هم بیا ړانده دي. WHO دا هم وایې چې په افغانستان کې د یو لوي شمیر رانډتوب (80%) څخه مخنیوی کیدلای شي.


موږ څه وکړو؟

روزني

زموږه لومړنۍ موخه دا ده چې په ټول افغانستان کې د سترګو پاملرنې څخه د ساتنې متخصصینو ظرفیتونه او مهارتونه لوړ کړو – د هیواد خلکو ته خدمت کولو لپاره د سترګو ښه روزل شوي متخصصینو چمتو کول. د نور د سترګو پاملرنې روزنېز مرکز له لارې، موږ د ډاکټرانو او د سترګو پاملرنې تخنیکی روزنیز پروګرامونه پیل کوو.

د خدمتونو وړاندې کول

له 50 کلونو راهیسې موږ د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سره په ګډه، د هیواد په کچه د سترګو د پاملرنې په موخه ملګرتیا کوو.

نور درې روغتونونه پرمخ وړي: په کابل کې د سترګو د پاملرنې د روزنېز مرکز، د مزار د سترګو روغتون، او د کندهار د سترګو روغتون. موږ د عامې روغتیا وزارت مرکزي پولي کلینیک مرکزي، او د هرات د سترګو روغتون مرکز (دواړه په اصل کې د IAM لخوا رغول شوي دی) ته لوژیستیکي، او مالي څارنه برابره او چمتو کوو.

په 2017 زیږدیز کال کې، نور اته نوی د سترګو لیدلو مرکزونه هم جوړ کړل، چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې خلکو ته دا وړتیا ورکوي چې د لومړي ځل لپاره په خپلو ټولنو کې د سترګو پاملرنې ته لاسرسی ولري.

د سترګو پاملرنې لپاره د محصولاتو تولید

نور د سترګو پاملرنې د لوړ کیفیت محصولاتو تولید کونکي هم دی، او په ټول افغانستان کې د یوه باوري نښې په توګه پیژندل شوی.



IAM د سترګو پاملرنې کار کولو کې څه توپیر رامنځته کړی ؟

ړونډ ګوري

عبدل 30 کاله مخکې خپله یوه سترګه له لاسه ورکړې وه، او په سترګو کې یې یوازی پو ټکي پاتې  وه، چی له امله یی لږ لیدل او کتل کول. کله چې هغه د کندهار د سترګې روغتون ته راغې، ډاکټر د هغه ستونزه په ګوته کړه او د کټرکت د عملیاتو لپاره یې معرفي کړ.

عبدل وايي:”زه ډېر اندېښمن وم او فکر مې کاوه چې ښايي خپله بله سترګه به هم له لاسه ورکړم.” مګر، دی په دې هم پوهیدو چې دا د هغه یوازینی چانس ده، عبدل جراحۍ سره موافقه وکړه.

هغه وایي، “په سبا سهار ، کله چې نرس زما له سترګو څخه ټوټه لرې کړه، څه یو لوی توپیر یې رامځته کړې وه! ما کولای شو چې په ښکاره توګه هر شې ووینم.”

” زه باور نه لرم چې داسې وخت به راشي چې زه به وکولی شم هرڅه په روښانه توګه وګورم.”

نوم بدل شوی*


د IAM موسسې د سترګو پاملرنې کارونه د خلکو په ژوند کې حیرانونکي توپیرونه رامنځته کوي، د لاندني کیسو باندې کلیک وکړئ او د لا نورو خلکو د ژوند کیسې ولولئ.

زموږ د کار څخه موالهام و اخیست؟ د افغانستان خلکو سره همدا اوس مرسته وکړئ.

Posts about د سترګو پاملرنه 1

څنګ تر څنګ

د نور برنامي د تخصص پروګرام، یو نوی فارغ شوی؛ موږ سره د خپلی راتلونکی او خپلو خوبونو کیسه چې د سترګو ډاکټر به شی، شریکوي. “په ژوند کې ځیني […]