روغتیا

موږ خلکو سره د لوړ کیفیت لرونکي خدماتو ته د لاسرسۍ او د ټولنیز اړخه د هغوي د ستونزو د حل په برخو کې مرستې کولو کې جدی یو

زموږ روغتیایي پروژې په ټول هیواد کې هڅې کوي ترڅو د رواني روغتیا شاوخوا ناوړه حالت ته د پای ټکی کیږدي او ټولنې پیاوړي کړي چې د صعب العلاجه ناروغانو څخه ساتنه وکړای شي


د صعب العلاج ناروغانو څخه د پاملرنې پروژه

د IAM موسسي په ټولنه کې د صعب العلاج ناروغانو څخه د پاملرنې پروژه (CBPC) سږ کال پیل شوه! CBPC یوه آزمایشي پروژه ده چې موخه یی د هغو ناروغانو سره مرسته کول دي چې د خطرناکه ناروغویو له کبله کم وخت لري. دغه پروژه به د دغو ناروغانو کورنیو، خلکو، او د روغتیایی څانګو کارکونکو سره په ګډه کار کوي تر څو هغوي د ژوند کیفیت ښه شي. تسکیني پاملرنې د هغو ناروغانو سره مرسته کوي چې ناروغي یی فعاله، روانه یا هم پرمختللې وي او دهغوې ژوند ورځ په ورځ کموي. د ناروغانو د عزت ساتلو او د ژوند کیفیت باندې ډیر تینګار کیږي.

په داسې حال کې چې اوس مهال په افغانستان کې هیچ ډول تسکیني پاملرنه نشته، موږ هیله لرو چې ټولنې سره د کار کولو په مرستې سره، CBPC پروژه به د محلي روغتیایی څانګو کارکونکو ظرفیت لوړ کړي ترڅو هغوي لومړنۍ تسکیني پاملرنې چمتو کړلای شي، او د ناروغ، کورنیو، او خلکو سره هم مرسته وکړي ترڅو دوي ته هم هغه کارونو ور ویښي چې دوي یی کولای شي. کله چې ټوله ټولنه د یو ناروغ څخه ملاتړ وکړي، ناروغ به د عزت څخه ډک ژوند او مرګ ولري – په دې معنی چې د هغه څخه به فزیکي، عاطفي او روحي پاملرنه په سمه ټوګه ترسره شوي وي. او کله چې ټولنې په دغه ډول د یو بل څخه ملاتړ او په ګډه کار وکړي بیا به اوږدمهاله او دوامداره شیوې رامنځته کیدای شي.

پداسې حال کې چې 2020 د پروژې پیل وه، CBPC پریکړه وکړه ترڅو اړیکې رامنځته، مشورې برابرې او د تسکیني پاملرنې د اصولو او تګ لارو په اړه معلومات خپاره کړي. موږ به په لومړي پړوا کې د پروژې لپاره متخصیصینو ته روزنه ورکړو، او بیا به سیمه ییز خلک، داکټران، ناروغان، او کورنۍ سروې کړو ترڅو د پروژې په اړتیا باندې پوه شو. وروسته به بیا موږ تخصصي او سیمه ییزه شبکه رامنځته کړو، د تسکیني پاملرنې په اړه به سیمه ییزو ډاکټرانو ته روزنه ورکړو، او CBPC پروژې ته به د ناروغانو راپیژندلو یو کړنلاره رامنځته کړو.

 د صعب العلاج ناروغانو څخه د پاملرنې پروژې په اړه د لا ډیرو معلوماتو لپاره دغه ځای کلیک کړئ!


د رواني روغتیا برنامه

د IAM روانی روغتیا پروژه په 1996 کال کی په هرات کې د میرمنو ترمنځ د ځان وژنې د لوړې کچې په غبرګون کې پیل شوه. په هغه وخت کې، په افغانستان کې د رواني روغتیا مسلو په اړه پوهاوی کمه وه.

د IAM موسسې د روانی روغتیا برنامې هدف دا دی چې د افغانستان حکومت سره په ګډه کار وکړي ترڅو د خلکو رواني روغتیا ته وده ورکړي.

له 2006 زیږدیز کال راهیسې، موږ په لویدیځه حوزه کې ټول لومړني روغتیا پاملرنې په سیستماتیک ډول روزلي (د بیلګې په توګه د روغتیا صحی څارونکي، نرسرانی، قابلې او ډاکټران) ترڅو دوي روغتیایی مرکزونو کې رواني روغتیایی خدمتونه ترسره کړي. موږ په شمالي اوغربي سیمو کې غیر طبي مسلکي کسان (لکه ښوونکي او مذهبي مشران) هم روزلي چې په روغتیایی برخو کې کار نکوي، راډیویې او تلویزیوني پروګرامونه مو هم جوړ کړي، او د رواني روغتیا مسلو په اړه د عامه پوهاوي لوړولو لپاره مو درې میاشتنۍ مجلی خپرې کړي.

اوس، موږ کار کوو چې ډاډ ترلاسه کړو چې د افغانستان په لویدیځ کې ټولنې اړینو اسانتیاو ته چې دوی ورته اړتیا لري لاسرسې پیدا کړي او د خپلو کورنۍ، ماشومانو او لویانو ته د رواني ټولنیزو معلولینو پاملرنه وکړي. موږ د ماشومانو پروړاندې د تاوتریخوالي کمولو لپاره کار کوو، چې اکثرا یې د اوږدې مودې رواني او ټولنیزې ستونزې لامل کیدای شي، او موږ د رواني روغتیا مسلو په شاوخوا کې د ناوړه حالت کمولو کې مرسته کوو ترڅو خلک ډاډ ترلاسه کړي چې دوی په ټولنه کې وده وکړي.

د ډیر معلوماتو لپاره د IAM د روانی روغتیا برنامې څخه په دغه ځاې کې لیدنه وکړئ.



د IAM روغتیایې کار کوم بدلون رامینځته کولی شي؟

د مرتضا کیسه زه احساس کوم چې زه کولی شم د نورو په څیر ژوند ولري.

د مرتضا پلار هغه وهلو او ټکولو او ویل یې چې کاش د هغه زوی هیڅکله زیږیدلی نه وای.

کله چې مرتضا یو کلن و، د هغه ناروغې د فکري معلولیت سره تشخیص شو. د هغه مور او پلار چې خورا بېوزلي وه، او د ډاکټر د تک لپاره یی پیسی پور اخیستی وی، ډاکټرانو ورته وویل چې د زوې درملنه دی نکیږي.

مرتضا لوی شو، اوهغه په دې پوه شو چې زه د نورو څخه توپیرلرم. هغه ګوښه او یوازی شو.

مرتضا وايي: “کله به چې زه د کور څخه دباندې لاړم ما به د سپکاوي احساس کاوه.” “زه د نورو په شان نښکاریدم، او ځینې هلکانو به کله کله په ما ټوکې کولي.” د هغوی ټوکې او سپکاوی نورې هم زیاتې شوې، او یوه ورځ ځینې هلکانو مرتضا باندې برید وکړ چې له امله مرتضا خپله ​​یوه سترګه له لاسه ورکړه.

کله چې مرتضی شاوخوا 15 کلن و، مور یې د IAM د ماشومانو او ځوانانو پروژې وموندله. موږ وکوالی شول چې د درملو او مشورې له لارې مرتضا سره مرسته وکړو، او اوس هغه خپل ځان په بشپړ ډول بل رنګ ګوري. هغه اوس د محلي ګنډونکي په پلورنځي کې زده کونکی دی او هیله لري یوه ورځ له مالي پلوه خپلواک کی شي – خپل پلار ته دا په ګوته کړي چې ماشومان د اضافي اړتیاو سره د چا پر سر بوج ندي.

مر تضا وايي: “زه پوهیږم، چې ما ډیر بدلون کړې دی.” اوس،  زه د سپکاوی احساس نه کوم. زه احساس کوم چې زه کولی شم د نورو په څیر ژوند وکړم. زه داسې احساس کوم لکه څنګه چې زما په تیاره ژوند کې روښنایي راغلې وي.”

نوم بدل شوی*


د IAM رواني روغتیا کار او هغه بدلون چې د خلکو ژوند تی رامینځته کوي په اړه نور معلومات په لاندې کیسې کی وګورئ. یا زموږ د پخوانیو روغتیایی پروژو په اړه دا لینک کلیک کړئ. 

مرسته کول غواړئ؟ په افغانستان کې د خلکو په ژوند کې د بدلون راوستلو لپاره مرسته وکړئ.