زموږ تاریخ

کله چې د IAM موسسې خپل کار په ۱۹۶۶ میلادي کال کې پیل کړ، دولت زموږ څخه وغوښتل ترڅو د سترګو څخه په ساتنې باندې ډیر تمرکز وکړو.

د هماغې مودې څخه تر اوسه د IAM موسسه د سترګو څخه د ساتنې په برخه کې په ژوره توګه کار کوي. د نړیوالې افغان ماموریت (IAM) موسسه د ۱۹۶۶ میلادي کال د فبروري په دویمه نیټه په کابل کې رامنځته شوه. دغه موسسه د هغه استاذانو او روغتیایی متخصیصینو د هلو او ځلو له کبله رامنځته شوې چې د افغانستان سره یی مینه درلودله او غوښتل یی په دغه هیواد کې کار وکړي. د سترګو بیارغونې ملي مرکز (NOOR) د روغتیایي مرستې برنامه  (MAP)، د ړانده معلولینو لپاره ښونځی (BINA)، او د سواد زدکړې برنامه د IAM موسسې لومړنۍ پروژې دي. په ۵۰ کلونو کې نورې پروژې د انجنیرې، د مورنې روغتیا، د ټولنې پرمختګ، انګلیسي د بهرنۍ ژبې په توګه (EFL)، د ناورین مدیریت، د کوچني اقتصادي پرمختګ، د رواني روغتیا، او د ژبې زدکړې په برخه کې ورزیاتې شوې. د IAM موسسه په دغو ټولو برخو کې افغانان روزي.

د ۱۹۶۶ میلادي کال څخه راپدیخوا د شوروي اتحاد سره د جګړې، بیا ورسته د ځایي مجاهدینو ډلو ترمنځ شخړو، او بیا په دولت کې بدلون موږ اړ کړو چې خپلې خیني پروژې بندې او یا هم په هغوې کې بدلون راولو. په ۱۹۷۸ کال کې، د نړیوالې افغان ماموریت خپل نوم د نړیوالې مرستې ماموریت ته بدل کړ.

د ۲۰۰۸ میلادي کال په نوامبر میاشتې کې، داکتر نظر احمد، د اقتصاد وزارت معاون، د IAM موسسې څخه د ۴۰ کالو مرستندیو کړنو له کبله مننه وکړه. د ۱۹۶۶ میلادي کال راهیسې، IAM د پنځه میلیون څخه زیاتو افغانانو سره مرسته کړئ، په ځانګړي توګه د نور برنامې د سترګو څخه د ساتنې  پروژې له خوا.

د ۲۰۱۰ کال په اګوست میاشته کې د IAM موسسې ۱۰ کارکونکي چې څو ډاکټران هم پکې ول، د افغانستان په بدخشان ولایت کې ووژل شول. هغوي د یو ناپیژانده وسله وال له خوا هغه محال ووژل شول چې د نورستان ولایت څخه بیرته راستنیدل. هغوي په نورستان کې د سترګو څخه د ساتنې، د مور روغتیا او د غاشونو په برخه خلکو ته خدمتونو وړاندې کول.