ډیر پوښتل شوي سوالونه

پوښتنه. د IAM موسسې ځانګړتیاوې څه دي؟

ځواب. د IAM موسسه څلور ځانګړتیاوې لري: الف) د IAM موسسه یو اوږد مهال لیدلوری لري (زموږ موسسه په ۱۹۶۶ میلادي کال کې جوړه شوې ده)، ب) د IAM موسسه پر نوښتګرې باندې ډیر زیات تمرکز کوي، په دغې موسسې کې بهرني متخصصین د افغان کارپوهانو سره په ګډه کار کوي ترڅو زړو ستونزه ته نوې حل لارې پیدا کړي، ج) ټول بهرني رضاکاران چې په IAM کې کار کوي اړ دي ترڅو د سیمې دود او یو سیمه اییزه ژبه زده کړي، د) د IAM موسسه د افغانانو پر ظرفیت جوړونې باندې تمرکز کوي.

 

آیا په افغانستان کې کار کول خطر لري؟

ځواب. د نورو موسسو په شان د IAM موسسه د افغانستان په روانو جګړو او په تیرو شخړو کې بی طرفه پاتې شوې ده. سیمه اییز خلک زموږ د کارونو درناوی کوي او هغوی موږ خپل میلمانه ګڼي، له همدې امله موږ معمولا د هغو ټولنو لخوا خوندي کیږو چې موږ ورسره کار کوو، او موږ د هیچ چا هدف نیو. IAM خپلو کارکونکو او بهرنیانو ته روزنه ورکوي چې څنګه باید د امنیتي مسائلو سره چلند وکړي او خطر کم کړي. په خواشینې سره کله کله د موسساتو کارکونکي په غلطۍ سره د یوې ډلې لخوا په شخړو کې د بل طرف په ټوګه پیژندل کیږي. ځیني وخت بیا د موسساتو کارکونکي د جګړو او ډزو په مینځ کې بند پاتې کیږي او ټپي یا وژل کیږي.

 

آیا د IAM موسسې بهرني کارکونکي په افغانستان کې د خپل کار په بدل کې ډیر معاش اخلي؟

ځواب. نه، زموږ ټول بهرني کارکونکي د رضاکار په توګه افغانستان ته راغلي. ځیني بیا  په افغانستان کې د ژوند او کار کولو لپاره خپلې پیسې مصرف کوي. خیني نور هم بیا د خپل هیواد د سیمه اییزو ټولنو ډلو له خوا چې د افغانستان او د افغانانو ژوند په پرمختګ کې لیواله دي، افغانستان ته رالیږدول کیږي.

 

د IAM موسسې اړیکې د افغان دولت سره څرنګه دي؟

ځواب. IAM په افغانستان کې د نیم قرنه څخه زیات وخت کیږي چې کار کوي. IAM تر ټولو پخوانې او دوامداره موسسه ده چې افغانانو ته خدمت کوي. IAM د خپلو ټولو پروژو لپاره د دولت مربوطه وزارتونه او ریاستونه سره پروټوکولونه لري. د یوې بهرنۍ او میلمه موسسې په توګه، IAM او ټول کارکونکي یې په سیاست کې دخیل ندي. زموږ تمرکز پر افغانانو دی، په خاصه توګه پر نادارو افغانانو.

 

د IAM او IOM ترمنځ څه توپیر دی؟

ځواب. IOM د دولتونو ترمنځ د مهارجرت لپاره نړیوال او اصلي سازمان دی. IOM د دولت او مهاجرینو سره د خدمتونو او مشورو د برابرولو له لارې هڅه کوي ترڅو انساني مهارجرتونو منظم کړي. IAM د نړیوالې مرستې ماموریت موسسه ده، هغه موسسه چې یوازې په افغانستان کې کار کوي او د سویس په هیواد کې هم ثبت او راجستره ده.

 

که تاسو کومه بله پوښتنه لرئ، مهرباني وکړئ زموږ سره په اړیکه کې شئ.