موږ هغې ته اړتیا لرو چې راشې او مرسته وکړې“

د زیږون او ژوند ژغورنې مهارتونو څپې وهوونکې اغیزي

صغرا د خپلو خپلوانو لیدنه کوله، چې جمال، هغه کس چې د دې خپلوانو د کښت کولو په موخه ګمارلی وو، راغی او د خپلې هغه خوښینې په اړه یې وپوښتل چې د زیږون په حال کې وه.

”جمال ته ویل شوي وو چې ماشوم زیږیدلی، مګر د څو ساعتونو په تیریدو سره دوۍ لاهم د پلاسنټا وتلو ته په تمه وو. “صغرا بیا وایې.

”هغه ډیر اندیښمن شوو. هغه پوهیدو چې پایلي به یې جدي وې، ځکه چې څو کالونه وړاندې هغه خپله میرمن هم د پاتې پلاسنټا اغیزو له کبله له لاسه ورکړې وه. او اوس یې خور، چې د دوو کوچینو ماشومانو مور وه او په بلقوه توګه له ورته حالت سره مخ وه. “

وروسته بیا صغرا خبري وکړې. ”یو څو میاشتې وړاندې، ځینې روزونکې له لعل سرجنګل څخه راغلې وو، ترڅو زموږ په کلې کې خلکو ته د خوندې ماشوم زیږون په اړه درس ورکړې. “ هغې جمال ته وویل. ”سمدستې زما نږور زیږون وکړ، مګر، د پلاسنټا وتلو یو څه وخت واخیست. په یاد مې دې چې موږ ته یې څه تدریس کړي وو، ما ماشوم د مور په ټټر کیښود. هغې ژر ماشوم بیرته لرې کړ، وروستنې دردونه ډیر زورور شول. ما خپلې نږور ته وویل چې د ماشوم له نرسې سره خبرې کړې، ځکه چې زبیښل رحم هڅوې چې پلاسنټا ویستل شې. هغه بیا ماشوم ته اجازه ورکړه چې بیا ځلې یې ونیسې او په دې سره پلاسنټا لیږ وروسته ویستل شوه. ’

د صغرا د کیسې په اوریدلو سره، سړی د خپلې خوښینې کورته ولاړ او هغو ته یې وښودل چې له کورنۍ سره څه باید وکړې.

”څو دقیقې وروسته، د کلې دوه قابلې را ښکاره شوې او له ما یې وغوښتل چې ورشم او مرسته یې وکړم، ځکه چې هغو هڅه کړې وه او ماشوم یې رودلو ته نه وو برابر کړی. زه د ورتګ لپاره زړه نا زړه وم، ځکه چې زموږ په دود کې داسې څه نه وو، او ]د لومړیو څلویښتو ورځو په لړ کې د کورنۍ څخه بهر خلکو د لیدنې لپاره یو کلتورې بندیز شتون لرې[، مګر وروسته په دې سلا شوم چې ورشم او په دروازه کې په ولاړو سره ورته لارښوونه وکړم. “

 

”ما دوۍ ته وویل چې دوه ښځي یې باید مرسته وکړې، له هره اړخه یوه، یوه یې باید په ولاړو ناستې ډول ته برابره کړې. ما نورو دوو مرسته کوونکو ته وویل چې ماشوم ور واخلې او د مور په ټټر یې واچوي. له لیږ هڅې وروسته، دوۍ بلاخره ماشوم رودلو ته برابر کړ او ماشوم د ۱۵ دقیقو لپاره ښې قوې وزبیښلې. “

له نږدې څلورویشت ساعتونو څخه وروسته پاتې پلاسنټا بلاخره ووتله.

”په کورنۍ کې هر یو کس حیران پاتې وو چې دې میتود څنګه ښه کار وکړ، منندوی وو او د مور دریم خوندې زیږون په پار راحت شوو. “

”مګر، دا د کیسې پای نه وو، زه له خپلوانو سره د یوې اونۍ لپاره پاتې شوم. له پیښې څخه دوه یا درې ورځې وروسته له بل کلې څخه یو قاصد راغی او ویې پوښتل’  هغه میرمن چې د زیږون پرمهال د ستونزو حل په موخه یې زده کړي کړې، چیرته ده؟ موږ هغې ته اړتیا لرو چې راشې او له یوې بلې میرمنې سره چې پلاسنټا یې پاتې ده، مرسته وکړې‘. په همدې ډول زه ورغلم او د هغې مرسته مې هم په ورته توګه وکړه.

په ۲۰۲۱ کې، زموږ د ټولنې پرمختیا پروژې ۳۳ د نارینه وو او ۳۵ د ښځینه وو زیږون او ژوند ژغورنې مهارتونو کورسونه د ۷۹۰ تنه ګډونوال سره بشپړ کړل همدارنګه د ښځینه وو اته نور د زیږون او ژوند ژغورنې مهارتونو کورسونه پیل شوي چې په ۲۰۲۲ کال کې به بشپړ شې.

د زیږون او ژوند ژغورنې مهارتونه، زموږ د پرمختیایې کار یوازې یو اړخ ده. زموږ د ټولو کارونو لپاره، زموږ هیله دا ده چې خلک به هغه چې له نورو یې زده کړي وې له نورو سره هم شریک کاندې او صغرا وښودل چې د دې څپې اغیزې څومره لیرې رسیدونکې دې، چې ان له څو کورنیو او کلیو ور ها خوا تیریږي.

زموږ د ټولنې پرمختیایې پروګرام د زیږون او ژوند ژغورنې مهارتونو کورسونه برابروي.

د زیږون او ژوند ژغورنې مهارتونه ګډونوالو ته هغه لارې چارې په لاس ورکوې چې دوۍ د حمل (بلاربښت)، ماشوم زیږون او د ژوند لومړي کال مودې ستونزو مخه پر ونیسې، همدارنګه د دې په اړه چې د ستونزو د پورته کیدو پر مهال له هغو سره څه ډول چلند وکړې. زموږ هیله تل دا ده چې خلک به هغه چې له نورو یې زده کړي وې له نورو سره هم شریک کاندې او دا کیسه دا ښیې چې د دې څپې اغیزې څومره لیرې رسیدی شې، چې ان له څو کورنیو او کلیو ور ها خوا.


Categories: د ټولنې پراختیا, Uncategorized @ps