د ټولنې پراختیا

د ټولنې پراختیایي برنامه

زموږ د ټولنې پراختیایي برنامه غواړي چې د ظرفیت لوړولو له لارې ټولنو سره مرسته وکړي ترڅو هغوي خپل لومړنۍ اړتیاوي په خپله برابرې کړای شي او خپل پراختیایي پلان په عادلانه او دوامداره توګه پلي کړي ترڅو د شا او خوا ټولنې هم د هغه پلان څخه استفاده وکړي.

د دغه کار د ترسره کولو په موخه، بهرني مشاورین او افغان کارکونکي د کلونه راهیسې د لرو پرتو ټولنو سره په ګډه کار کوي.

د دغه کار د ترسره کولو لپاره لومړنی قدم د همکارو ټولنو سره د ګډ کار رامنځته کول دي. بیا وروسته، د هغوي د ظرفیت په اړه پوهای او د هغوي د ظرفیت لوړول هم ډیر زیات اړین دي. او بیا د ټولنې پراختیا د راهنمایي، زده کړې، او د پروژو د ګډ کار په مرسته چې IAM، دولتي خدمات، او نورو پکې ګډون ولري ترلاسه کیږي.