په افغانستان کې د سولې د ریښو کښت

“داسې روزنې ما د افغانستان روښانه راتلونکي لپاره هیله منده ساتي”

افغانستان چې له څلورو لسیزو راهیسې په جګړه کې دی، د سولې راوستل ورته د نورو ټولو ستونزو څځه په لومړیتوب کې ځاې لري. جګړه او شخړه تل د خلکو په ذهنونو او سلوک باندې منفي اغیزې لري. هغه خلک چې جګړیزو سیمو کې ژوند کوي یا پکې رالوی شوي دي د رواني روغتیا اختلالاتو لکه فشار، اضطراب یا PTSD باندې اخته دي. موږ باور لرو چې د شخړې، سولې، زغم او زړورتیا په اړه د خلکو غلط باورنو د بدلولو له لارې، موږ کولی شو د دوي سره د سولې په راوستو کې مرسته وکړو – چې له خپله دوي څخه پیل، او په ټولنیزه کچه سوله راوستلی شي. زموږ د سولې جوړونې پروژې له لارې، موږ د همرې سره مرسته وکړه چې په ښه ټوګه پرمختګ او وده وکړي.

همره یوه ځوانه او زحمت کشه نجلۍ ده چې زموږ سره په یو همکار ښوونځې کې درس وایي. زموږ د سولې جوړونې پروژې کې د ګډون وروسته د هغې ژوند او کرکټر خورا زیات پرمختګ وکړ. پدې پروژې کې، همرې د هغو اړینو مهارتونو زده کولو موقعې ترلاسه کړه چې ورسره د مشرې په برخه کې مرسته کولای شي. اوس همره د شخړو، د شخړو سبک او اقسام، د تاوتریخوالي او سولې چرخې، د شخړې ارزول، د شخړو حل مهارتونو (پوهیدل او پوهول)، او د شخړو حل پر وړاندې د ستونزه په اړه ډیر ښه پوهاوی لري. سربیره پدې، هغه د ژوند مهمو مهارتونو لکه همدردي، قهر، د همزولو له خوا د فشار سره مقابله، د غم سره مقابله، د ځان عزت کول، د ناکامۍ او ځورنو سره مقابله، د وخت مدیریت او د مثبتو پریکړو نیول باندې هم پوهیږي. همرې او د هغې په څیر زرګونو نورو ځوانانو ته د دې مهارتونو په ښودلو سره، موږ هیله لرو چې د دوی په ژوند کې مثبته برخه واخلو او په افغانستان کې اوږد مهاله بدلون رامنځته کړو.

Peace is happiness banner

همره یو ځوانه نجلۍ ده چې د ځان، خپلې کورنۍ او هیواد لپاره یو لیدلورې لري. هغه په 12 تولګي کې اول نمره ده. کله چې زموږ پروژه د لومړي ځل لپاره د همرې ښوونځي ته ورغله نو هغه ډیره لیواله وه چې زموږ پروژې کې ګډون وکړي. “د سولې سره د ډیرې لیوالتیا په خاطر مې په دغې پروژې کې ګدون وکړ،” همره وایي. “خو خوشبختانه، د دغې پروژې درسونه د هغه څه چې مې فکر کاوه ماته ډیر ګټور تمام شول.” دې ټولګې همرې سره مرسته وکړه چې د شخړو د ریښو او هغو لارو باندې پوه شي چې په مرسته یې شخړې د حل وړ دي. اوس، هغه د خپلو ټولګیوالو سره ښې اړیکې لري، او د خپلې ټولنې په اړه هم  ښه پوهاوی لري. همره اوس هغه مهارتونه لري چې په مرسته یې خپل نظر په آزاده توګه په کورنۍ او نورو ټولنیزو غونډو کې څرګند ولای شي. “داسې ترینینګونه ما د افغانستان روښانه راتلونکي لپاره هیله منده ساتي،” هغې زیاته کړه.

د سولې جوړونې ټولګي څخه مخکې، همره به خلکو سره د خبرو پر مهال ډیره شرمیدله، د همدې لپاره هغې به د نورو خلکو پریکړې په ډیرې آسانې سره منلې. د سولې جوړونې درسونو په لړ کې، هغې د خپل ځان په هکله ډیر معلومات ترلاسته کړل، او خپل کرکټر ته یې هم وده ورکړه. اوس هغه په صبر او حوصلې سره د نورو خبرو ته غوږ نیسي او بیا خپل نظر هم د هغوي سره شریکوي. “دغې پروژې زه په بشپړ ډول بدله کړم، او اوس د خپل ځان درناوی کوم، او په بحثونو کې هم د برخې اخیستو لپاره ډیره لیوالتیا لرم،” هغه وايي. “زما ټولګیوال تل زه ما څخه پوښتنه کوي چې ما څنګه بدلون وکړ. ما دوی ته وویل چې ما به پخوا د “جبري میټوډ” کاروو- چې ما به نور خلک د خپلو نظریاتو منلو لپاره مجبورول – او اوس زه پوهیږم چې زموږ موخه باید د یو بل پوهول او درکول وي نه دا چې یو بل د خپلو نظریاتو منلو لپاره اړ کړو، ځکه د یو بل درکولو، منلو او ګډ کار کولو له لارې ستونزې په آسانې سره د حل وړ دي.”

همره په خپلې کورنۍ کې هم د بدلونونه رامنځته کیدو شاهده وو. موږ پوهیږو چې کورنۍ خپلو ماشومانو کې د چلندون رامینځته کولو او بیا هغو ته د ودې ورکولو په برخه کې رغنده رول لوبوي. له همدې امله زموږ د سولې جوړونې زده کونکي، لکه همره، زموږ ټول درسونه له خپلو کورنیو سره هم شریکوي – ترڅو په خپلو کورنیو کې مثبت بدلون ته وده ورکړي. “هرکله چې زه نوی درس زده کړم، زه یي تل د خپلې کورنۍ غړو سره شریکوم،” همره وايي. “زما د کورنۍ غړي اوس د هغه ټولو مهارتونو څخه خبر دي چې ما د سولې جوړونې پروژې له لارې زده کړي دي.” په راتلونکي کې، موږ غواړه هغه مهارتونه چې همرې زده کړې د خپلو زده کونکو پلرونو او میندو ته هم ور زده کړو، ترڅو د افغاني ټولنو ترمینځ د بدلون راوستلو لړۍ وپالو. د داسې ټولنو په درلودو سره چې د سولې جوړونې او د ژوند مهارتونو باندې سمبالې وي، موږ په افغانستان کې د اوږدمهاله سولې په راوستو کې خپله ونډه پرځای کوو.

د نړیوالې مرستې ماموریت د سولې رامنځته کولو پروژه په ښونځیو او پوهنتونونو کې د ښوونکو او زده کونکو سره د ۹ کلونو راهیسې په ګډه کار کوي. موږ ښوونکو ته د سولې جوړونې مهارتونو ورزده کوو، ترڅو هغوي دغه مهارتونه په دوامداره ټوګه د پروژه د ختمیدو وروسته هم خپل زده کونکو ته ورزده کړي. په ښونځیو او پوهنتونونو کې د روزل شویو ښوونکو په درلودلو سره، موږ هیله مند یو چې د پروژې تاثیرات به د هغې د کړنو څخه پراخ وي، ترڅو په ټولنې کې د شخړو د حل او د سولې راتګ لپاره یو تګلاره رامنځته کړي – او په پاې کې په ټول هیواد کې د سولې راوستلو جوګه شي.

زموږ د ښونیزو پروژه په اړه د لا ډیرو معلوماتو لپاره دغه لینک کلیک کړئ!

آیا غواړې د IAM موسسه په اړه د وروستني خبرونو څخه خبر شئ! زموږ فیسبوک پاڼه لایک کړئ!

 

*د خلکو نومونو ته بدلون ورکړل شوې


Categories: د سولي جوړونه, زده کړه