پراختیا

موږ د بېوزلۍ او بې عدالتۍ د له مینځه وړو په برخه کې، چې د ټولنې او د افرادو پرمختګ مخه نیسي، جدي یو.

د IAM موسسه د ټولنو سره په گډه کار کوي، او په افغانستان کې ځینې بې وزله خلکو سره مرسته کوي، ترڅو د دوی ژوند ته په دوامداره توګه بدلون ورکړي.


موږ د افغانستان په مرکزي سیمو کې د محرومو خلکو سره کار کوو، د ټولنو ظرفیت لوړو تر څو هغوي په خپل لاس خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي. په دې لیرې پرتو سیمې کې چې تګ او راتګ ورته خورا ستونزمن دی، ډیری ټولنې لاهم پاکو اوبو او صحي تشنابونو ته لاسرسی نه لري. د ماشومانو مړینه یوه لویه ستونزه ده، ډیری کورنۍ د خپلو ماشومانو له لاسه ورکولو سره مخامخ دي. ښې زده کړې او روغتیایې خدماتو ته هم لاسرسی محدود دی.

موږ له هغو ټولنو سره هم کار کوو چې د جګړې، وچکالۍ او نورو لاملونه له کبله په افغانستان کې دننه بې ځایه شوي دي.

د IAM موسسه د خپلو پراختیایی پروژو له لارې خلکو سره د خواړو د خوندیتوب، د نوي زیږون شوي ماشومانو او میندو مړینې سره د مبارزې، پاکو اوبو او روغتیایی لارښونو د لاسرسې په برخه کې مرسته کوي؛ موږ د سواد د زدکړې، د سولې رامنځته کولو او د ټولنې د رهبرۍ کورسونه پرمخ وړو. موږ له کورنیو سره د هغوی د مالي ودې په برخه کې مرسته کوو او ټولنې پیاوړي کوو ترڅو پرمختګ او وده وکړي.

موږ د تیرو څو کلونو په لړ کې د لرې پرتو ټولنو د خلکو سره کار کوو، هغوې سره مو اړیکي رامنځته کړي، د هرې ټولنې د وړتیاو او اړتیاو د پیژاندلو وروسته، هغوې سره په ګډه د دوامداره پرمختګ لپاره کار کوو.

زموږ د ټولنیزو پرمختیایی برنامو په اړه لا ډير معلومات دلته ترلاسه کړئ.



د IAM موسسې پراختیایي پروژې د کومو توپیرونو جوګه کیدلای شي؟

زما مړ ماشوم بیرته را ژوندې شو!”

د حمیدې* لس میاشتنۍ لورهغه مهال ‌‌‌ډیره ډنګره وه چې د IAM د ټولنې پرمختیایی ټیم هغه د افغانستان په مرکزي لوړو سیمو کې د هغې د کلي څخه د لیدنې پرمهال ولیده. حميدې موږ ته داسې وويل، “زه ډېر اندېښمنه يم چې هغه به مړه شي. هغه ورځ په ورځ ناروغه او کم زوره کیږی. زه نه پوهېږم چې هغه څه ستونزه لري”.

زموږ ډلې حمیدي ته څرګنده کړه چې د هغې لور سوئی تغذیه شوۍ ده. او هغې ته د سوئی تغذیې مشورې ترڅنګه یو څه خوړا د اوړه (په ځایي یو سو ډول موجود د غلو دانو او حبوبات څخه تیار کیږي چی ترکیب ئی بشپړ پروټین جوړوي) هم ورکړل. موږ حمیده وهڅاوله او هغې ته مو وویل چې که هغه خپله لور پاکه وساتي او هغې ته ډیر مغذي مواد ورکړل شي، نو هغه به وژغورل شي او په صحي توګه به لویه شي.

هره میاشت ، لکه څنګه چې موږ د دوی کلي ته تلو د تعقیبي لیدنې په موخه، موږ ولیدل چې د حمیدې لور ورځ په ورځ ښه کیږي. اته میاشتې وروسته، هغه نور د سو تغذیه څخه بهار وه.

حميدې وويل: “ما ټول هغه څه وکړل چې تاسو راته ويلي ول. ما هغې ته د عالي اوړو پوټکي او نور خواړه ورکړل، لکه سبزیجات او هګۍ.”

“زما مړماشوم بیرته را ژوندی شو! زه د IAM څخه ډیره مننه کوم چې تاسو د هغه سره او بی وزلو خلکو سره مرسته کوئ.”

نوم بدل شوی*


د لاندني کیسو څخه لیدنه وکړي ترڅو د IAM پراختیایي کارونو په اړه لا ډیر معلومات ترلاسه کړئ او دا چې د خلکو په ژوند کې یې کوم بدلونونه رامنځټه کړي. او زموږ د ځینو پخوانیو پراختیایی پروژو په اړه هم معلومات ترلاسه کړئ.

آیا د دغې کیسې څخه مو الهام واخیست او یا تاسو تر اوسه زموږ د پراختیایی کار په اړه څه لوستلي دی؟ له موږ سره ملګرتیا وکړئ او د لا ډیرو خلکو سره د مرستې ورکولو په برخه کی زموږ سره مرسته وکړئ.

Posts about پراختیا 1

د ډیرې ناچارې او تګ لپاره د هیچ ځاې نشتون سره سره، راضې* خپل ولایت د جګړې او نا امنې له کبله پریښود او د ګڼ شمیر نورو په کور […]