یوې ناستې د هغې ژوند ته بدلون ورکړ: د نسیمې روانې روغتیا سفر

”زما د روانې روغتیا د ننګونو کیسه له هغه راهیسې پیلیږې چې زه خپل پلار په زوره داسې یو کس ته واده کړم چې د ژوند په اړه په هیڅ هم نه پوهیدو“، نیسمه یې شریکوې.

“د هغه په کور کې به تل تاوتریخوالی و، زما خواښې د هغې د میړه لخوا وهل کیده. “د نسیمې لپاره ډیری ورځې په همدې توګه تیریدې تر هغه چې دوۍ ماشومان وزیږول. لومړی یې یوه کوچنۍ لور او وروسته له دو کالونو یې بله کوچنۍ لور وزیږوله. “زموږ د دوهمې لور په زیږیدو، زما خاوند او د هغه کورنۍ ډیر خپه وو. “

د دوۍ سپکاوی ورځ تر بلې زیاتیدو، او دوۍ زما سپکاوي ته ځکه همداسې دوام ورکړ چې بله لور مې زیږولې وه.

هرڅه په همدې توګه تر هغه پورې چې نسیمې دریم هلک ماشوم زیږاوو دوام وموند. “کله چې هلک وزیږیدو، ژوند مې مخ په ښه کیدو شو، او ما د ژوند یو څو ډیرې ښې ورځې لرلې،” نسیمه یې انعکاس کوې.

د یو څه مودې لپاره، هرڅه ښه روان وو، خو، ډیر له وخته مخکې، د هغې زوی لاهم ځوان ناروغ او مړ شو.

“د هغه مرګ زما ژوند تیاره کړ او زما روانې روغتیا یې تر مخکې ډیره خرابه کړه. غوښتل مې یوازې اووسم. ډیری کله به مې نه غوښتل چې د کور کار او ان چا سره خبرې وکړم دغه کار زما خاوند نور هم ډیر غوسه کړ او زه یې ووهلم. “

د ډیرو کالونو لپاره، نسیمې په همدې ډول ژوند وکړ. مګر یوه ورځ د یو ګاونډي په ټینګار، هغه په خپله سیمه کې د یوې شورا ناستې ته ورغله. “هغوی په خپله ناسته کې د روانې روغتیا په اړه خبرې کولې، او د شورا غړي هم د روانې روغتیا خدمتونو په اړه خبرې کولې،“ هغه وایې. څرنګه چې د شورا غړو د هغه څیزونو لکه انزوا، تاوتریخوالې او په ورځنې فعالیتونو کې د ښکیلتیا لپاره د لیوالتیا په اړه غږیدل هغه څه چې ما هم تجربه کول، نو ما هم فکر وکړ چې زه به ښایې په روانې ناروغۍ اخته یم. “ کله چې نسیمه پوه شوه چې د هغوۍ ډیری خبرې دې ته رښتیا دي، نو یې په یوازې توګه د مرکز پته پیدا او په بله ورځ هلته ورغله.

وروسته له لومړي ورتګه، ډاکتر وموندله چې هغه په ژور خپګان اخته ده.

له هغه څخه بیا یو کال تیر شو او له یو کال درملنې څخه وروسته، زما روانې روغتیا ښه شوې وه. زه اوس یو ځل بیا د کور کارونو ته زړه ښه کوم. زه اوس د خپلو ماشومانو ښه پالنه کوم او دې وضعیت زما د کورنۍ په چاپیریال باندې مثبتي اغیزې پریښې. زما د خاوند او د هغه د کورنۍ په چلند کې هم بدلون راغلی او کله کله زما خاوند هم له ماسره یو ځای روانې روغتیا مرکز ته راځې.

نسیمې د هغې په سیمه کې د ناروغانو لپاره د مرستې له یوې ډلې سره هم برخه واخیسته، هلته به د هغې ناروغانې ملګرې هره میاشت د خپلې ناروغۍ په اړه غږیدې.

“له دغه ډلې سره یوځای کیدل او زموږ د سیمیزې شورا ناستو ماسره په ژوند کې د هیلې لرلو په پار مرسته وکړه، نوې شیان زده کوم او په ورته ستونزو اخته کسانو سره مرسته کوم،“ هغه یې شریکوې.

د ډلې او د سیمیزې شورا په مټ هغه وکړی شو چې له یو کارې پروګرام سره یو ځای شې او له سبزيو څخه ترشې جوړل زده کړي.

“درې میاشتې کیږې چې ما په لومړی ځل په خپل کور کې ترشېانې جوړې او په کاونډیانو، ملګرو او خپلوانو مې خرڅي کړې. دغه کار زه بوخته کړم، زما سره يې د ژوند په ستونزو باندي د کم فکر کولو او ان د کورنۍ په لګښتونو کې مرسته وکړه. “

“زه د نړیوال مرستندوی ماموریت او سیمیزې شورا له دوامداره مرستېې څخه منندویه یم، دوۍ زما په شان ډیرو کسانو سره مرسته کوې،“ نسیمه وایې.

زموږ د روانې روغتیا پروژې اغیزې ډیرې لرې رسیدونکې دې – نه یوازې د هغو لپاره چې په مستقیم ډول ګډون کوې، لکه نسیمې چې کړی، بلکې، د هغې د کورنۍ او دې ته ورته نورو کورنیو لپاره.

 

زموږ د هرې پروژې او د روغتیا په اوسنی برخه کې زموږ د کار د مهمو ټکو په اړه لوست ته دوام ورکړو: https://iam-afghanistan.org/c/mental-health-programme/


Categories: روغتیا, د رواني روغتیا برنامه, Uncategorized @ps