موږ څوک یو

د نړیوالې مرستې ماموریت (IAM) یوه ډیره پخوانۍ او غیر انتفاعي موسسه ده چي د کلونو راهیسې په دوامداره توګه د افغانستان خلکو ته خدمت کوي. موږ یو معتبره او د قدر وړ موسسه یو چې غواړو د ژوند معیارونه لوړاو په روغتیایي، پراختیایې او ښونیزو سکټورونو کې ظرفیتونو رامنځته کړو. مونږ د افغان خلکو او نړیوالو عیسوي رضاکارنو تر منځ د یو ګډون څخه رامنځته شوي یوو، او موږ د ۱۹۶۶ کال څخه را پدیخوا یوځای کار کوو.

 

زموږ خلک

د IAM موسسه تر ۳۰۰ زیات افغان معاش لرونکي کارکونکي لري او تر ۲۰ زیات بهرني عیسوی متخصصین لري چې په رضاکاره ډول د افغانانو سره یوځاې کار کوي. زموږه رضاکاران د اروپا، شمالي امریکا، آسیا او اقیانوسې څخه راغلي. ټول بهرنیان یو څه وخت د محلي کلتور او ژبې په زده کړو باندی تیروي، او زموږه تمرکز پر دې دی چې افغانانو ته د ظرفیت جوړولو له لارې خدمت وکړو.

 

زموږ اساسي ارزښتونه

  • پر خدای (ج) باندې تکیه کول موږ پوهیږو چې یوازې د خدای لارښود او مرستې سره موږ کولی شو ارزښتناکه کار ترسره کړو.
  • د ټولو لپاره مینه موږ باور لرو چې ټول انسانان د خدای لخوا ورته ورکول شوي ارزښتونه لري، د همدې لپاره زموږ د مینې او ساتنې وړ دي. پر همدې بنسټ موږ به هیچکله تبعیض ونکړو او ټولو سره به په احترام برخورد کوو، په ځانګړي ډول هغو کسانو ته به ډیر رسیدنه کیږي چې تر ټولو کمه پاملرنه ورته شوې وي.
  • ډله ایز او تیمي کار موږ به هغه طریقه وکارو چې ټول په کې ګډون ولري، ټول اړوند کسان، په ځانګړي ټوګه واقعي ګټه اخیستونکي، او موږ به هر څوک وهڅوو ترڅو خپل توان ته په لیدو، موږ سره په مرستې کولو کې ګډون وکړي.
  • د حساب ورکول موږ هغه څه چې وایو او هغه څه چې ښه وي، هغه به ترسره کوو. موږ هغه څه چې کوو د هغه په مقابل کې داخلي او خارجی ارزونې ته چمتو یوو.
  • زده کړه موږ دوامداره زدکړې هڅوو، د پوښتونو راپورته کول او د ځوابانو پلټل چې پر مبهمو مسائلو باندې رڼا اچوي او د افغانانو پر ژوند باندې تاثیر لري، هڅوو.
  • د کار کیفیت کله چې زموږ هدف ښه والی وي، موږ به هڅه کوو چې د ظرفیت جوړولو او د بدلون راستلو له لارې، د منابعو څخه په سمه ګټه اخیستنې سره دوامداره او اوږدمهاله پایلې رامنځته کړو.

دقیق توضیحات

په سلګونه زره خلک د IAM کارونو څخه د سترګو څخه ساتنې، روانې روغتیا، زدکړو او پراختیایي برخو کې په هر کال کې ګټه اخلې. په ۲۰۱۸ کال کې، موږ خپله ۶۱٪ بودجه د سترګو څخه په ساتنې، ۲۲٪ په روانې روغتیا، ۱۱٪ په پراختیا او ۶٪ هم په زدکړو مصرف کړه.

موږ د بهرني متخصصینو سره په ګډه، خپلې برنامې او پروژې داسې طراحي کړي ترڅو اوږدمهاله اهدافو او دوامداره پراختیا ته ورسیږو. موږ د بهرنیو متخصصینو سره په ګډه، غواړو نوښت راوړو او پخوانیو ستونزو ته نوې لارې پیدا کوو.

 

 

زموږ د کارنو او کړنو په هکله ډیر معلومات لاسته راوړئ.

که غواړئ زموږ کارنو څخه ملاتړ وکړئ او یا زموږ سره یوڅاې شئ، مهرباني وکړئ موږ سره اړیکه ونیسئ.

 

کلنی راپور

زموږ د IAM کلني راپورنه څخه چې د ۲۰۰۸ میلادي کال څخه پیل کیږي په PDF بڼه لیدنه وکړئ

زموږ تمویل کونکي

زموږ کارنو به پرته د هغو مرستو ناشونې وای چې زموږ تمویل کونکي یې زموږ سره کوي. موږ د دغو ډونرانو د مرستو څخه منندوې یو   موږ د لاندینیو […]

دلته په IAM کې، موږ باور لرو چې زموږ ارزښتونه باید زموږ ټول کارنو پرمخ یوسئ. تاسو دلته کولای شئ چې زموږ د اساسي ارزښتونو او چلند په هکله معلومات […]

که چیرې غواړئ د افغانستان په هکله لا ډیر معلومات ترلاسه کړئ، دغو وب سایټونه څخه لیدنه وکړئ. (د IAM موسسه د دغو وبسایټونه مسئولیت په غاړه نلري) خبري وب […]

پوښتنه. د IAM موسسې ځانګړتیاوې څه دي؟ ځواب. د IAM موسسه څلور ځانګړتیاوې لري: الف) د IAM موسسه یو اوږد مهال لیدلوری لري (زموږ موسسه په ۱۹۶۶ میلادي کال کې […]

کله چې د IAM موسسې خپل کار په ۱۹۶۶ میلادي کال کې پیل کړ، دولت زموږ څخه وغوښتل ترڅو د سترګو څخه په ساتنې باندې ډیر تمرکز وکړو. د هماغې […]