زموږ ارزښتونه

دلته په IAM کې، موږ باور لرو چې زموږ ارزښتونه باید زموږ ټول کارنو پرمخ یوسئ. تاسو دلته کولای شئ چې زموږ د اساسي ارزښتونو او چلند په هکله معلومات ترلاسه کړئ، چې زموږ کارنو د هغوۍ پر مټ مخ ته ځي.

 د دې سربیره، د IAM موسسه د ناورین په مقابل کې د غیردولتي نهادنو د برنامې، سره صلیب او سرې میاشت ټولنې غبرګون یو لاسلیک کونکی دی.  لکه د نورو مرستندیو موسسو، موږ دی اصل سره چې مرستې به د ځانګړي سیاسي یا مذهبي دریځ لپاره ونه کارول شي موافق یو. د IAM موسسه هغو ټولو استندردونو ته چې باید مرستې بې له دې چې د مسرته اخیستونکې رنګ، عقیدې یا ملیت او یا هم کوم تضاد ته پام وشي بیاد ترسره شي. IAM د یو غیر انتفاعي موسسې په توګه د ((#CH-660-1239000-6 ثبت شمیره سره د په سویس هیواد کې او د (#1) شمیرې سره د افغانستان په اقتصاد وزارت کې ثبت او راجستر شوې ده.

اساسي ارزښتونه

 

  • په خدای(ج) باندې توکل

    موږ پوهیږو چې یوازې د خدای لارښود او مرستې سره موږ کولی شو ارزښتناکه کار ترسره کړو.

  • د ټولو لپاره مینه

    موږ باور لرو چې ټول انسانان د خدای لخوا ورته ورکول شوي ارزښتونه لري، د همدې لپاره زموږ د مینې او ساتنې وړ دي. پر همدې بنسټ موږ به هیچکله تبعیض ونکړو او ټولو سره به په احترام برخورد کوو، په ځانګړي ډول هغو کسانو ته به ډیره رسیدنه کیږي چې تر ټولو کمه پاملرنه ورته شوې وي.

  • ډله اییز او ټیمي کار

    موږ به هغه طریقه وکارو چې ټول په کې ګډون ولري، ټول اړوند کسان، په ځانګړي ټوګه واقعي ګټه اخیستونکي، او موږ به هر څوک وهڅوو ترڅو خپل توان ته په لیدو، موږ سره په مرستې کولو کې ګډون وکړي.

  • حساب ورکول

    موږ هغه څه چې وایو او هغه څه چې ښه وي، هغه به ترسره کوو. موږ هغه څه چې کوو د هغه په مقابل کې داخلي او خارجی ارزونې ته چمتو یوو.

  • زده کړه

    موږ دوامداره زدکړې هڅوو، د پوښتونو راپورته کول او د ځوابانو پلټل چې پر مبهمو مسائلو باندې رڼا اچوي او د افغانانو پر ژوند باندې تاثیر کوي.

  • کیفیت لرونکي کار

    کله چې زموږ موخه ښه والی وي، موږ به هڅه کوو چې د ظرفیت جوړولو او د بدلون راستلو له لارې، د منابعو څخه په سمه ګټه اخیستنې سره دوامداره او اوږدمهاله پایلې رامنځته کړو.

د IAM موسسې چلند

 

  • کارکونکي د IAM اساسي ارزښتونه منعکس کوي

    د IAM موسسې ټول کارکونکي او رضاکاران د خدای(ج) لپاره درناوی ، د نورو سره مینه او په خپل ژوند ، کار او اړیکو کې ښه شخصیت منعکس کوي.

  • دوامداره پرمختک سره مرسته 

    د IAM موسسې پروژې نوښتګرې دي، چې افغانان ترې ګټه اخلي او ملي پراختیایی موخو کې برخه اخلي، دغه پروژې داسې جوړې  شوي ترڅو د IAM تګ وروسته هم خلک ترې ګټه واخیستلې شي.

  • افغاناناو ته په استراتیژیکه توګه خدمت کول

    د IAM پروژې په ستراتیژیک ډول یا په کلیوالي او ښاري سیمو کې هغو خلکو باندې متمرکزې دي چې تر اوسو ورته خدمت ندې شوی او یا هم د ښځو او نارینو په مشرتابه او رهبری باندې تمرکز کوي.

  • د بدلون رامنځته کول

    د IAM موسسه شخصي، تخصصي، او سازماني زده کړې او پرمختګ چې د خلکو ظرفیتونه لوړوي او د ټولنه او خلکو په ژوند کې جامع بدلون رامنځته کوي هڅوي.

  • د ټولنو پیاوړي کول

    د IAM موسسه د بیلابیلو خلکو او د بیلابیلو ټولنو ترمنځ متقابل تفاهم، درناوی او پخلاینه رامنځته کوي ترڅو د هغوې په مقابل د ګواښونه کچه را ټیته کړي.