د صعب العلاجه ناروغانو څخه د پاملرنې پروژه

د IAM موسسي په ټولنه کې د صعب العلاج ناروغانو څخه د پاملرنې پروژه (CBPC) سږ کال پیل شوه! CBPC یوه آزمایشي پروژه ده چې موخه یی د هغو ناروغانو سره مرسته کول دي چې د خطرناکه ناروغویو له کبله کم وخت لري. دغه پروژه به د دغو ناروغانو کورنیو، خلکو، او د روغتیایی څانګو کارکونکو سره په ګډه کار کوي تر څو هغوي د ژوند کیفیت ښه شي.

تسکیني پاملرنې د هغو ناروغانو سره مرسته کوي چې ناروغي یی فعاله، روانه یا هم پرمختللې وي او دهغوې ژوند ورځ په ورځ کموي. د ناروغانو د عزت ساتلو او د ژوند کیفیت باندې ډیر تینګار کیږي.

په داسې حال کې چې اوس مهال په افغانستان کې هیچ ډول تسکیني پاملرنه نشته، موږ هیله لرو چې ټولنې سره د کار کولو په مرستې سره، CBPC پروژه به د محلي روغتیایی څانګو کارکونکو ظرفیت لوړ کړي ترڅو هغوي لومړنۍ تسکیني پاملرنې چمتو کړلای شي، او د ناروغ، کورنیو، او خلکو سره هم مرسته وکړي ترڅو دوي ته هم هغه کارونو ور ویښي چې دوي یی کولای شي. کله چې ټوله ټولنه د یو ناروغ څخه ملاتړ وکړي، ناروغ به د عزت څخه ډک ژوند او مرګ ولري – په دې معنی چې د هغه څخه به فزیکي، عاطفي او روحي پاملرنه په سمه ټوګه ترسره شوي وي. او کله چې ټولنې په دغه ډول د یو بل څخه ملاتړ او په ګډه کار وکړي بیا به اوږدمهاله او دوامداره شیوې رامنځته کیدای شي.

د 2020 سیږدیز کال په لړ کې د CBPC پروژې ډلې سره په ګډه کار وکړ ترڅو ښوونیزو موادو ته وده او د پروژه راتلونکې ته هم یو پلان جوړ کړي.

پداسې حال کې چې 2020 د پروژې پیل وه، CBPC پریکړه وکړه ترڅو اړیکې رامنځته، مشورې برابرې او د تسکیني پاملرنې د اصولو او تګ لارو په اړه معلومات خپاره کړي. موږ به په لومړي پړوا کې د پروژې لپاره متخصیصینو ته روزنه ورکړو، او بیا به سیمه ییز خلک، داکټران، ناروغان، او کورنۍ سروې کړو ترڅو د پروژې په اړتیا باندې پوه شو. وروسته به بیا موږ تخصصي او سیمه ییزه شبکه رامنځته کړو، د تسکیني پاملرنې په اړه به سیمه ییزو ډاکټرانو ته روزنه ورکړو، او CBPC پروژې ته به د ناروغانو راپیژندلو یو کړنلاره رامنځته کړو.

کله چې یو ناروغ موږ ته استول کیږي، موږ به د ناروغ، د هغوي کورنۍ، او په روغتون کې د هغوي داکټرانو سره وګورو ترڅو کورنۍ پروژې سره معرفي او د داکترونو سره هم اړیکې رامنځته کړو، وروسته به بیا د ناروغ په کور کې هغه سره ګورو او ورڅځه به پاملرنه کوو. په پیل کې، کورنۍ سره د روزنیزې اړیکې په مرسته د پروژې ټیم به هغوي ته پاملرنه ماډل کړي او په هکله به ورته روزنه ورکړي، خو د دغو زدکړو هدف کورنۍ او سیمه ییزه ټولنې ته د پاملرنې مسئولیتونو سپارل دي. وروسته د دې به CBPC کورنۍ سره ناستې کوي ترڅو د ناروغ مخ په زیاتیدو فزیکي پاملرنې اړتیا ته او د هغه او د کورنۍ رواني او روحي اړتیاو ته رسیدنه وشي چې د غمیزه موده هم په کې شامله ده.

د ټولې ټولنې سره د ګډ کار په مرسته، د CBPC پروژه به هر هغه کس باندې تاثیر کوي چې په دې پروژې کې ونډه لري. دا به ګډونوالو ته وړتیا ورکړي چې د ناروغ د هوساینې او اړتیاو د برابرلو لپاره کار وکړي، پداسې حال کې چې د ټولنې او طبي ټولنې ظرفیت لوړول د دې ځواکمني، مقصود او مؤثره تګ لارې یو مهمه برخه ده.